د هانګ جو اسيايي لوبې چې په اصل کې د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر له ۱۰مې نېټې څخه تر ۲۵مې نېټې پورې ټاکل شوې وې، د اسيايي المپيک شورا لخوا اعلان شوې چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۲۳مې نېټې څخه د اکتوبر تر ۸مې نېټې پورې به ترسره شي، د دغې غونډې نوم او لوګو به پر ځای پاتې وي.